دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستاند خېبرپښتونخوا حکومت؛د افغانستان زلزله‌ځپلو ته ۳۵ لارۍ مرستې رالېږي

د خېبرپښتونخوا حکومت؛د افغانستان زلزله‌ځپلو ته ۳۵ لارۍ مرستې رالېږي

د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د مرستو د لېږلو په موخه غونډه کړې او ۳۵ لارۍ مرستې یې د طالبانو حکومت قونسلګرۍ ته سپارلي.

په دغو مرستو کې درمل، خیمې، ترپالونه، توشکې، بالښتونه او کمپلې شاملې دي.

د یاد حکومت په وینا، دغه مرستې د زلزله‌ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابرې شوې دي او تر هغو به دوام وکړي چې لومړنۍ اړتیاوې پوره شي.

د طالبانو حکومت د خېبرپښتونخوا له دې اقدامه مننه کړې او دا یې د ورورۍ نښه بللې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here