د هند د بهرنیو چارو وزیر جیشنکر وایي، چې هند نن د هوا له لارې کابل ته ۲۱ ټنه مرستندویه توکي لېږدولي دي.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په دغو توکو کې کمپلې، خیمې، د حفظ الصحې کڅوړې، د اوبو زېرمه ټانکرونه، جنراتورونه، د پخلنځي لوښي، ګرځنده د اوبو تصفیې دستګاوې، د خوب کڅوړې، اړین درمل، ویلچرونه، د لاس ضد عفوني محلولونه، د اوبو د تصفیې ګولۍ، ORS محلولونه او نور طبي وسایل شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی به د وضعیت څارنه روانه وساتي او په راتلونکو ورځو کې به د اړتیا په کچه لا نورې بشري مرستې هم واستوي.

