په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یو ځل بیا ۵.۲ درجې زلزله شوې ده.
د امریکا د زلزلهپېژندنې مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د ننګرهار ولایت د جلالاباد ښار په شمال ۳۴ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
بل لور ته، له کونړ ولایت څخه هم راپورونه ورکول کېږي چې دې زلزلې ګڼ مالي زیانونه اړولي او د ډېرو کورونو د تخریب لامل شوې ده.

