د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، هند وړاندیز کړی چې د امریکايي توکو تعرفې صفر ته راکمې کړي.
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د واشنګټن او نويډیلي سوداګریزې اړیکې د امریکا د ۵۰ سلنه تعرفو له امله ترینګلې شوې دي.
هند اوسنی بند بنست «یوهخوا فاجعه» بللې او د امریکا تعرفې یې «ناعادلانه او بېاساس» ګڼلې دي.
ترمپ ویلي، هند د امریکا پر ځای له روسیې څخه زیات نفت او پوځي وسایل اخلي او باید کلونه مخکې یې تعرفې راکمې کړې وای.
واشنګټن هند په غیرمستقیم ډول د اوکراین جګړې د تمویل په تور هم تورن کړی دی.
دهلي بیا ټینګار کړی چې د روسیې نفت د هند د پراخې نفوس د اړتیاوو لپاره حیاتي دي.

