جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانپاپ فرانسیس؛د افغانستان د زلزلې قربانیانو لپاره دعا او له اغېزمنو کورنیو...

پاپ فرانسیس؛د افغانستان د زلزلې قربانیانو لپاره دعا او له اغېزمنو کورنیو سره همدردي کړې

واتیکان اعلان کړی چې د کاتولیک مشر پاپ فرانسیس د افغانستان د ختیځ د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره دعا کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې همدردي څرګنده کړې ده.

په یوه پیغام کې چې د واتیکان د بهرنیو چارو وزیر کاردینال پیترو پارولین خپور کړی، راغلي چې پاپ د درنو تلفاتو له امله ژور خپګان ښودلی او د اغېزمنو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی.

یاده زلزله د سنبلې په ۹مه د شپې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې کونړ ولایت ولړزاوه چې په کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here