جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانامریکا او اروپايي اتحادیې؛له زلزله ځپلو افغانانو سره خواخوږي او د بیړنیو...

امریکا او اروپايي اتحادیې؛له زلزله ځپلو افغانانو سره خواخوږي او د بیړنیو مرستو ډاډ ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې په اړه د افغانانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه زلزلې درنې مرګ‌ژوبلې اړولې دي.

همدارنګه اروپايي اتحادیې هم د تسلیت پیغام استولی او ټینګار یې کړی چې بشري ملګري یې په کونړ او ننګرهار کې فعال دي او متاثره شویو کورنیو ته بیړنۍ او حیاتي مرستې رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼو نړیوالو سازمانونو او خیریه بنسټونو هم د مرستو د لېږلو ژمنې کړې دي، څو د زرګونو بې‌کوره شویو او ټپیانو د عاجلو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here