د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې د کونړ د زلزلې له امله یې بیړني د مرستې ټیمونه سیمې ته استولي دي.
دغه سازمان څرګندوي چې زیانمنې کورنۍ د خوراکي توکو، پاکو اوبو، سرپناه او اړینو وسایلو سمدستي اړتیا لري او روانې پسلرزې د حالت د لا کړکېچن کېدو وېره زیاته کړې ده.
یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زلزلهځپلو ماشومانو او کورنیو د ژغورنې لپاره عاجلې مرستې همغږې او پر وخت واستوي.

