د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د شاعرانو د مشاعرو لپاره نوی قانون اعلان کړ چې د بیان او شاعرۍ پر ازادۍ د سختو محدودیتونو په توګه کتل کېږي.
دغه قانون د عدلیې وزارت په ۱۳ مادو کې خپور کړی او د شاعرانو لپاره ګڼې «سرې کرښې» ټاکل شوي دي.
د قانون له مخې، شاعران نه شي کولای د مشاعرو پر مهال د طالبانو د اسلامي شعائرو پر وړاندې څه ووايي، د قومونو او ژبو تر منځ د تفرقې خبرې وکړي، د هلکانو او نجونو د ستاینې یا ورسره د دوستۍ د بلنې شعرونه ووایي، او نه هم د طالبانو د مشر د پرېکړو او فرمانونو نیوکه وکړي.
طالبانو همدارنګه اعلان کړی چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر استازي به په ټولو مشاعرو کې حاضر وي او که هر څوک له شرایطو سرغړونه وکړي د طالبانو د شریعت له مخې به په سختو سزاوو محکوم شي.
دغه تازه بندیزونه وروسته له هغې لګول کېږي چې د سږکال د نارنج ګل مشاعرې پر مهال مرحوم مطیعالله تراب د یوه شعر له لارې د طالبانو مشر ته ویلي وو چې نور دې «مخ ښکاره کړي او کابل ته دې راشي» هغه شعر چې د هبتالله د پټ پاتې کېدو موضوع یې یو ځل بیا د خلکو ترمنځ ګرمه کړه او له امله یې هبت الله د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري ساجد له دندې ګوښه کړ.

