دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانننګرهار؛د بارانونو او سیلابونو په پایله کې تلفات او مالي زیانونه رامنځته...

ننګرهار؛د بارانونو او سیلابونو په پایله کې تلفات او مالي زیانونه رامنځته شوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو امر بدلون قریشي وايي، په بېلابېلو ولسوالیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د ده د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په دغه پېښو کې لویې لارې، سربندونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې ورښتونو او سیلابونو د افغانستان ترڅنګ پاکستان کې هم ډېری تلفات رامنځته کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here