لیکوال: عاطف مشعل
اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر
د ایران لخوا په قطر کې پر امریکایي هډې له برید وروسته، ټرمپ د جنګ د دریدو او نه ځواب ویلو دریځ غوره کړ او په تعقیب یې د ایران او اسرایلو ترمنځ د اوربند اعلان هم وکړ. دا د ټرمپ له پخواني موقف څخه، چې ایران باید بدون له قید او شرطه تسلیم شي، د کامل په شاتګ ښودنه کوي. ټرمپ له سختو انتخابونو سره مخ وو. له یوې خوا د امریکا په خارجي سیاست د اسرایلو نفوذ؛ او له بلې خوا دده د( امریکا د حیثیت اعاده) شعار چې په اساس یې انتخابات وګټل. ټرمپ پوهیده چې داجګړه د امریکا د ګټو سره په تضاد کې ده او نه تنها چې ګټل یې محال دي بلکه د امریکا د زوال پیل کیدی شي.
ایران سره له دې چې د پام وړ زیان ولید، خو له دې تپل شوي جنګ څخه بریالی راووت. د اسرایلو لخوا درې ټاکل شوي اهداف: د ایران اتومي توان له منځه وړل، د بالستیک توغندیو زیرمې ویجاړول، او د رژیم تغیر؛ یو هم پوره نشول. نه د ایران اتومي توانایي په بشپړ ډول له مینځه یووړل شوه، نه د بالستیک توغندیو زیرمې ویجاړې شوې او نه هم رژیم وپرځول شو. سربیره پردې، ایران د اسرایلو په اصطلاح د اوسپنې په ګنبد پوښل شوي ښارونه په بیساري ډول په نښه او اکثر خاص نظامي اهداف یې ویجاړ کړل او ټولې سیمې ته یې خپل نظامي ځواک وښود.
داچې ایران په خپلو اتومي تاسیساتو د امریکا یرغل په پوره قدرت سره ځواب کړ، په دې معنی وو چې دوی تسلیمیدو ته غاړه نږدي. امریکا مجبوره شوه او د جنګ د دریدو اعلان یې وکړ. د اوربند غږ له امریکا او اسرایلو اوچت شو، دا ایران ته د واضح بري په معنی دی.
ایران شاید زیانمن او زخمي وي، خو د جنګ له میدانه بریالی راووت.
و به کتل شي چې اسرایل به څومره دې تعهد ته پابند پاتې کیږي؟ ځکه دا اوربند به د نتنیاهو د قدرت په قیمت تمام شي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

