شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانراپوورنه:د طالبانو حکومت «جنرال» مبین په یو نیم کال بند محکوم کړی...

راپوورنه:د طالبانو حکومت «جنرال» مبین په یو نیم کال بند محکوم کړی دی

له څه مودې راهیسې د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند او د ټولنیزو رسنیو فعال «جنرال» مبین پر سوشل میډیا نه ښکاري.

که څه هم د هغه د دغې ناڅاپي ورکېدو په اړه څرګند څه نشته؛ خو داسې راپورونه ورکړل شوي چې نوموړی نیول شوی دی.

ویل کېږي، چې مبین ته د طالبانو حکومت د یو نیم کال بند سزا اورولې.

تر اوسه د نوموړي د نېول کېدو په اړه د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوې وه چې د «جنرال» مبین په کور طالبانو چاپه اچولې وه او هغه یې نېولی وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here