د پوهنې وزارت پخوانی وزیر میرویس بلخي وايي، طالبانو د مدرسو په زیاتېدو سره افغانستان د پاشل کېدو لوري ته روان کړی.
هغه یوې مقاله کې ویلي، چې دې ډلې مدرسې زیاتې کړې؛ د ښوونځي رسمي لباسونه یې د مدرسو په لباسونو بدل کړي او د هغو استادانو د ګمارلو لړۍ یې روانه کړې، چې دیني مدرسو کې یې درس ورکړی.
نوموړی زیاتوي، چې دا چاره به د نړۍ او افغانستان امن ته خطر وي.
د هغه په خبره، طالبان د عصري زدهکړو مخالف دي او دا کار د خپل جنګي ماشین فعال ساتلو او خپل نظام د بقا لپاره ترسر کوي.

