چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهدوه محکومان؛د پښتنو او بلوڅو ترمنځ ګډ ټکي او د یووالي فرصت!

دوه محکومان؛د پښتنو او بلوڅو ترمنځ ګډ ټکي او د یووالي فرصت!

لیکوال: احمد شاه ساحل

نوټ: دا مقاله اوسنیو حالاتو ته په کتو د دوهم ځل لپاره په حماسه میډیا خپریږي.

د نړۍ کابو ټول محکوم ملتونه/ملیتونه یو د بل سره ګډ یا مشترک ټکي لري. خو د ډېرو دا ټکي یوازي تر محرومیتونو محدود وي؛ یعنې دا وي چې دوی هر یو له خپلو اکثریت انساني حقونو بې برخې او محروم ساتل شوي وي. خو دا چي چا محروم کړي او ولې؟ دا دوه ټکي که څه هم خورا مهم دي اما لږ داسې پېښیږي چې په دوو یا څو محکومو ملتونو کې دې مشترک او ګډ را ووځي. یا که په ساده توګه یې ووایو، د داسې حالت امکان ډېر لږ وي چې د دوو یا څو محکومو ملتونو مخالف یا دښمن، یو یعنې مشترک وي. دا چې دوی له خپلو حقونو محروم دي، دغه ټکی محرومیت بلل کیږي او د ټولو مشترک وي، خو دا چې چا محروم کړي یا په عامه اصطلاح څوک یې دښمن دی، دغه ټکی زیاتره وخت د هر چا بېل وي.

همدا د دښمنانو یا ټکو بېلوالی شاید ددې سبب شوی وي چې په نړۍ کې محرومیت دوام وکړي او محکوم ملتونه په دوامداره توګه د خپل وخت د جابرو قوتونو تر سینو لاندې او له خپلو حقونو بې برخې پاتې وي.
ځکه په دغسې حالت کې محکومان ددې باوجود چې کمزوري وي، هر یو خپل دښمن ته هم یوازې وي، او برعکس هغه څوک چې د دوی حقوق یې تلف کړي، متحد یا هر یو ځانته دومره قوي وي چې یوازې یو مظلوم یې د مقابلې توان نه لري.

دا بحث که هر څومره اوږد شي، پایله یې بیا هم د وخت پر مظلومو او محکومو وګړو د یووالي او یو موټي کېدو غږ دی. دا سمه ده چې یوازې به (یو) مظلوم د ظالم د مقابلې توان ونه لري، خو که مظلومان حداقل دوه سي، بیا ناممکنه ده چي ظالم دي خپل ظلم ته دوام ورکړلی سي. ساده یې وایو، که دوه مظلومان سره یو ځای سي، د وخت تر ټولو لوی ظالم به خپل انجام ته ورسوي. دغه راز که دوه محکوم ملتونه لاسونه سره ورکړي، د وخت تر ټولو زورور او مستبد حاکم به هم پر ګونډو کړي. خو که مظلومان یا محکوم ملتونه تیت و پرک، له یو بله بېل او یوازي وي، بیا سخته ده چې د یو ظالم او استعمارګر له منګولو دې ځانونه خلاص کړي.

لهاذا د نړۍ کمزورو او محکومو ملتونو ته په کار ده چي یو د بل سره د ممکنه یووالي په پار مشترک ټکي پيدا او رامنځته کړي تر څو په ګډه خپل دښمن وټکوي او ځانونه د یوویشتمي ”صدۍ“ له نا اعلان شوې غلامۍ ازاد کړي.

په هر صورت، د افغانانو، په ځانګړې توګه د لر مېشتو پښتنو لپاره، ښه فرصت دا دی چې په اوس وخت کې له بلوڅ “ملت” سره، د محرومیت او ګڼو نورو ټکو ترڅنګ، دا دوه ټکي چی چا محروم کړي او ولې؟ هم مشترک لري.

دا چې پښتانه او بلوڅ چا د لسیزو راهیسې له خپل ژونده ایستلي او چا له پرمختګ، هوساینې او خپلو حقونو محروم کړي؟ دا “سړی” هم مشترک دی.

همداراز، دا چې ولې، یا د کومو اهدافو لپاره، یې پر دغو دوو ملتونو خپله خاوره سره تبۍ ګرځولې، دا وجه هم تر ډېره مشترکه ده. یعنې، د دې باوجود چې لر پښتانه او هلته مېشت بلوڅان د ملتونو په توګه د خپلو اساسي حقونو څخه په محرومیت مشترکوالی لري، دغه راز په دې کې هم یو بل ته نږدې او ورته دي چې دښمن یې یو او مشترک دی. دا ډېره مهمه ده، او په عین حال کې د یوې ګډې موخې ترڅنګ د یووالي یو مهم او ستر فرصت رامنځته کوي.

دلته، شاید د دې تر څنګ د دغو دوو قومونو ترمنځ د یو شمېر خپلمنځي مسایلو په اړه ځینې اندېښنې هم موجودي وي، خو دا باید روښانه شي چې دغه مسایل یا ستونزي په بشپړه توګه د تفاهم او ډیالوګ وړ دي. یعني، کله چې دا ولسونه لومړی د خپل مشترک دښمن پر وړاندې په ګډه د بریا بیرغ پورته کړي، بیا شونې او اسانه ده چې دوی خپلې ټولې داخلي ستونزې او مسایل په یوه بشپړه دوستانه فضا کې حل او “منطقي انجام” ته ورسوي. خو که برعکس، دوی د بهرنیو او ګډو موخو پر ځای فعلاً پر داخلي او خپلمنځي مسایلو تمرکز وکړي، نو نه یوازې دا چي د پاکستان د ظلم او بربریت د دوام سره به یې مرسته کړې وي، بلکې خپلمنځي ستونزې به یې هم د حل مقام ته نه وي رسولې. ځکه نو، له هر څه وړاندې مهمه ده چې دغه قومونه لومړی پر هغو ټکو را ټول او لاس په کار شي چې دوی پرې یوه خوله دي او ترې ځوریږي. لکه څنګه چې پاکستان د دوی پر وړاندې یوه واحده تګلاره غوره کړې، دغه ډول دوی ته هم پکار ده چې د پاکستان پر ضد یو موټی شي او واحد صف خپل کړي.

پاکستان چې تر دې دمه کومه تاریخي-سیاسي دښمني د افغانانو، په تېره بیا د لر مېشتو پښتنو سره کړې او پاللې، کټ مټ هماغه دښمني د بلوڅانو سره هم لري او پالي. دغه “هیواد” د خپل ځان د دفاع او خپلو سیاسي ګټو د ساتني په موخه، کوم ظلمونه چې پر لر پښتنو کړي، او د دې لپاره یې په قصدي او شعوري توګه پښتانه له کومو حقونو محروم کړي، په هماغه ډول یې بلوڅان هم د انساني تاریخ په تر ټولو ظالمانه طریقو محکوم او محروم ساتلي.
له مال، سر او عزت نیولې بیا تر قومي او دیني ارزښتونو پوري، د پښتنو او بلوڅو هېڅ څه هم د پاکستاني حاکمیت تر سیوري لاندي مصؤن او خوندي نه دي.

د (Voice for baloch missing persons) سازمان د شمېرو له مخي تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لورې تر ۵۰ زره زیات بلوڅ وګړي ورک کړل شوي دي. چې له دې جملې تر دې دمه د زرګونو کسانو خراب کړل شوي جسدونه موندل شوي.
دا ارقام له هغو بېل دي چې په ښکاره توګه د پاکستان په بېلابیلو زندانونو کي پراته دي. په یادو پنځوسو زرو کسانو کي د بلوڅو له سیاسي مشرانو، مدني فعالانو، مخورو، ښځو او ځوانانو رانیولې بیا د کالج او پوهنتون تر زده کوونکو او محصلینو پورې ټول پکې شامل دي. او د نیولو، لادرکه کولو، وژلو او بیا د خاصو موادو په وسیله د جسدونو د خرابولو او غورځولو دا تراژیکه لړۍ لا هم په بلوچستان او یو شمېر نورو ښارونو کې روانه ده. ددې بې وسه او محکوم قام وګړي د خپلي خاوري ور اخوا، د پاکستان په هيڅ یوه ښار کې هم خوندي او امن نه دي. په تيرو اوو لسیزو کې پاکستان په ځلونو د دوی د ټکولو او ځپلو په موخه د هغوی پر وړاندې نا اعلان شوې جګړې کړي. ددې سربېره د بلوڅو لسګونه هغه سیاسي مشران او فعالان چې د خپلو خلکو د حقونو او خپلواکۍ لپاره یې په پاکستان کې دننه سیاسي هلې ځلې کولې، تبعید او جلاوطنۍ ته اړ ویستل شوي.

همدا راز پاکستاني ریاست د بلوڅو ترڅنګ د پښتون قام پر هیڅ روڼ اندي او خاورې ته ژمن وګړي هم رحم نه دی کړی. د شاوخوا ۷۰ زره پښتنو مخورو، مشرانو، فعالانو او عامو وګړو سربېره چې د پاکستان له جوړېدو بیا تر نن ورځې پورې، د دغه ”هیواد“ د پوځ او استخباراتو په زرګري جګړو او دسیسو کې وژل شوي، څه کم ۳ زره پښتنې پيغلې او زرګونه پښتانه ځوانان هم غیب او ورک کړل شوي دي.

لنډه دا چي د پښتنو پر کلیو او بازارونو په ځلونو د ښکاره اعلان کړیو یرغلونو(عملیاتونو) له ور وړلو رانيولې، چې تر ۸۰ زره پوري کورونه یې وران او تر څلور میلیونه زیات وګړي یې له خپلو سیمو جبري کډوالۍ ته اړ کړل، بیا تر هره ورځ ”ټارګیټ کيلینګ“ پېښو، نیونو او د کامرو له سترګو نېلام، د عزتونو تر لوټولو پورې، دا ثابتوي چې پاکستان په مطلق ډول د پښتنو سره د خپلو وګړو په توګه د چلند هیڅ اراده نه لري.

د وژلو، نیولو او ورک کولو سربېره د پښتنو او بلوڅو پر طبیعي او تر خاورو لاندې پرتو زېرمو باندې هم پاکستاني ریاست په خورا سپين سترګۍ خېټه اچولې او شپه و ورځ یې په ”لوټلو“ بوخت دي. د منځنۍ او خیبر پښتنوخوا پرته، د يوې سروې له مخي یوازې د بلوچستان تر خاورو لاندې د ۵۰ ټريليونو ډالرو په ارزښت د معدنياتو زېرمې پرتې دي. خو دا چې پاکستان دغه معدنیات یوازې د خپلو سیمو(پنجاب او سند) او خلکو د ابادۍ لپاره کاروي او په ښکاره یې بلوڅ او پښتانه ترې محروم کړي، ددې غني او مالدارې خاورې اصِل بچیان د ژوند په تر ټولو ټيټه کچه کې اوسيږي.
ډېری وګړي یې د فقر او غربت تر خورا ناځوانه کرښې لاندې ژوند تیروي او هیڅ نوعه اړینو اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري. که چیري په دې اړه یوه کره سروې ترسره شي نو د پاکستان(پنجاب او سند) او د پاکستان تر حاکمیت لاندې د پښتنو او بلوڅو سیمو د عوایدو او د ژوند د معیارونو ترمنځ به خورا ژور توپيرونه په ډاګه کړي. همدا اوس د یوه پنجابي وګړي منځنی عاید د یوه بلوڅ او پښتون وګړي تر منځني عاید څو برابره زیات دی. دا چې ولې پښتانه او بلوڅ د پنجاب او سند د وګړو په پرتله دومره بې‌وزله او وروسته پاتي دي، شاید نور لاملونه هم ولري، خو اساسي لاملونه یې د دوی پر وسایلو او طبیعي زېرمو د پاکستان اوږده قبضه او پر خاوره د “زرګري” ناامنۍ دوام دی، چې له امله یې د دوی سیمي د هر ډول اقتصادي فعالیت او کاروبار لپاره نامساعدې شوې دي. همدا وجه ده چې لسګونه زره پښتانه او بلوڅ ځوانان، د خپلي غني خاوري له شتمنیو بې‌ برخي، په خورا لږ ګټه د پاکستان او نړۍ په بېلابېلو برخو کې پر سختو مزدوریو بوخت دي.

د پاکستان امنیتي ادارو د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په قصدي او شعوري توګه د پښتنو او بلوڅو ډېری سیمې نه یوازې له اقتصادي او کاري فرصتونو بې‌ برخې کړي، بلکي د ژوند له ټولو اساسي او اولیه اسانتیاوو، لکه تعلیم، روغتیا، برېښنا او نورو خدماتو څخه هم محرومي ساتلي دي. په دغو سیمو کي اکثریت ځوانان نالوستي او د زده کړو له نعمته بې برخي دي.

که په دې اړه نور هم ژور لاړ شو، نو د زده کړو، کاري فرصتونو او نورو ټولنیزو خدماتو له نه شتون رانيولې، بیا تر امنیتي پېښو پورې، ټولې هغه ستونزې دي چې پاکستاني ریاست د یوه منظم خو پېچلي پلان له مخي پښتانه او بلوڅ ور سره مخ کړي. خو برعکس د خپلو اصلي سیمو (پنجاب او سند) وګړو ته یې د ژوند ټولي اړیني اسانتیاوي برابرې کړي دي. هلته نه یوازي ځوانانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره ده، بلکې په عمومي سطحه یې اوسېدونکي د نړیوالو معیارونو سره برابر ژوند لري او د وخت د ټولو ماډرنو او اړینو اسانتیاوو څخه برخمن دي.

تر ټولو مهمه دا چې پاکستان په دغو سیمو کې د پښتونخوا او بلوچستان په پرتله د امنیت د تامین په برخه کې خورا حساس دی، او په خپل ټول توان یې هڅه کړې چې وګړي یې په بشپړه امن او خوندي فضا کې ژوند وکړي.

خو ولې يوازې پنجاب او سند؟

د پاکستان د دعوې له مخي، ایا خیبر پښتونخوا، قبایل او بلوچستان د پاکستان برخي نه دي؟ که فرض کړو چې دا سیمي هم د پاکستان حصې دي، نو ولې یې د اوسېدونکو سره دومره ښکاره تبعیض او توپيریز چلند روان کړی، او ولې یې شپه و ورځ د غلو په څېر د معدنیاتو په لوټلو بوخت دی؟ ایا همدا د هغي دعوې لپاره د دلیل په توګه بسنه نه کوي چې ووایو پاکستان پردی دی او د پښتنو او بلوڅو خاوره یې په زور لاندې کړې؟ پاکستان باید نور څنګه رویه وکړي چې د ”پاک سر زمین شاد باد“ یو ترانه خوان پښتون یا بلوڅ ځوان پرې قانع شي چې دا د دوی ”ابا او اما“ وطن نه، بلکې دښمن دی.

لهذا دغو او ډېرو نورو نا ویل شویو حقایقو ته په پام ویلی شو چې لر پښتانه او بلوڅ د تیرو څو پېړیو په پرتله په تر ټولو محکومه او محرومه دوره کې ژوند کوي. او دا چې څنګه دا ملتونه له دغه کرغېړن حالته وتلی شي، د دې پوښتني ځواب، موږ بیرته د دریو نورو پوښتنو سره مخ کوي.

لومړی: ولې پښتون او بلوڅ ميشتې سیمې د پاکستان په پرتله نا امنه او بې وزله دي؟

دوهم: هغه کوم عوامل دي چې د پښتنو او بلوڅو د هوسایني مخه یې نيولې؟

دریم: ایا د دغو دوو قومونو اوسنی امنیتي او تر څنګ یې اقتصادي وضعیت د بدلېدو وړ دی، که هو؛ څنګه؟

له هر څه وړاندې باید ووایو چې ټولې هغه ستونزې او ناخوالې چې دا دوه ستر ملتونه ورسره لاس و ګریوان دي، سیاسي ريښه لري او د دوی له محکومیت او محرومیت څخه سرچینه اخلي. په خواشینۍ سره چې د پښتنو ځينو سیاسي او غیر سیاسي مشرانو په شعوري او لاشعوري توګه دا روایت چې ګویا د پښتون قام د وروسته والي او بې وزلۍ اصلي لامل بې سیوادي ده، د عوامو ترمنځ یې دا دود پوخ کړی، چې دا ناسنجول شوی روایت اوس مهال په عمومي توګه د پښتني ټولني د عامه ذهنیت برخه ګرځېدلی. په دې روایت کې په غیر شعوري یا شعوري توګه هڅه کیږي چې یو لویه سیاسي خبره ډېره وړه، ټولنیزه او عادي کړي، او له اصلي ستونزې څخه د خلکو پام بیرته خپلو ځانونو ته ور واړوي.

دا سمه ده چې د یوې ټولنې د رفا او پرمختګ لپاره تعلیم اړین دی، اما که یو څوک تا له تعلیم را ګرځوي، دلته بیا اصلي ستونزه دا نه ده چې ته بې تعلیمه یې، بلکي دا ده چې ته له تعلیم را ګرځول شوی یې. ددې پر ځای چې موږ د خپلو وګړو پر بې تعلیمۍ یا هغوی ته د تعلیم پر ګټو بحث وکړو، پکار ده چې اصلي ستونزې ته ګوته ونیسو او دا روښانه کړو چې ولې یوازې د پښتنو او بلوڅو پر خاوره تعلیمي ادارې خوندي نه دي؟ ولې لا هم په یویشتمه پېړۍ کې یوازې د دوی ماشومان د قلم او کتاب سره نا اشنا دي؟ دلته دا ادعا منطقي نه شو ګڼلی چې ووایو بلوڅ او پښتون مېشتي سیمې ځکه د پاکستان(پنجاب او سند) پر پرتله شاته پاتې دي چې ګویا اکثریت وګړي یې بې تعلیمه دي. راځئ ددې سیمو د وروسته والي، بې وزلۍ او نورو ستونزو پر اصلي لاملونو چې تر ډېره حده سیاسي دي، بحث وکړو، او ترڅنګ یې معقولې حل لارې وړاندې کړو.

موږ باید دا هېر نه کړو چې پاکستان د نړیوالو مطرحو قوتونو سره د هغوی د ګټو په ”زرګري جګړو“ کې تل د یو مهم همکار رول لوبولی دی. د نړۍ په اکثریت جګړو کې پاکستان په مستقیم او غیر مشتقیم ډول دخیل دی. که څه هم دا هیواد له اقتصادي او نظامي پلوه هغومره قوي نه دی، خو دا چې بیا هم د نړیوالو سترو قوتونو د پام وړ دی، لامل یې ”استخباراتي اسلام“ دی چې په مټ یې د نړۍ د ګوټ ګوټ جګړو لپاره د هر نوعه ايډيالوژۍ د تعقیب او تطبیق لپاره جنګیالي روزي او تولیدوي. همدا د پاکستان د قوت هغه ټکی دی چي کابو ټوله نړۍ یې ځانته پرې محتاجه کړې ده.

پاکستان د نړۍ او سیمي په کچه د سترو پراکسیز(نیابتي) ډلو د جوړولو مسولیت پر غاړه لري. د همدې لپاره یې تر خپل واک لاندې د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې په بېلابیلو طریقو د افراطیت او مذهبي توندلارۍ تخم پاشلی. د منځنۍ او خیبر پښتونخوا ترڅنګ د بلوچستان په ډېرو برخو کې د مجهول هویته جنګیالیو د روزني ګڼ شمېر نظامي مراکز فعاله دي. پر دې سربېره هلته ۳۵ زره دیني مدرسې چې په میلیونونو کسان پکښې په زده کړو بوخت دي، د توندلارو او نیابتي ډلو د فکري تغذیې مرکزونه بلل کیږي.

له همدې ځایه د ترهګرۍ شبکې هر کال په زرګونه ځوانان د نړۍ لر او بر ته، تر مختلفو شعارونو او داعیو لاندې انتقالوي او هلته یې د سترو قوتونو د ګټو لپاره په بېلا بیلو نومونو جنګوي. په لنډ ډول ویلی شو چې له افغانستان څخه د بېلو کړل شويو دغو سیمو څخه چې فعلاً د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نومونو مشهوره دي، پاکستان د نړیوال مصنوعي تروریزم لپاره د جنګیالیو د یوې توليدونکي فابريکې په توګه استفاده کوي. همدا علت دی چې پاکستان د پښتنو او بلوڅو خاوره د تعلیم ترڅنګ د یوویشتمي ”صدۍ“ له معیاري او هوسا ژوند څخه ایستلې او د بې وزلۍ، نا امنۍ او بې علمۍ یوې بې پایه کندې ته یې ور ټېل وهلې ده.

پر همدې اساس ویلی شو چې د پښتنو او بلوڅو د سیاسي حقونو او په ځانګړې توګه د ” خپلواکۍ “ نشتوالی، د دوی د امنیتي، اقتصادي او نورو ټولو ستونزو اصلي لامل دی.
اوس دا خبره بېخي ثابته شوې چي بلوڅ او پښتانه له لسیزو راهیسي د یو ستر قومي او سیاسي تبعیض سره مخامخ دي. په ټولیز ډول؛ زورزیاتی، بې درېغه وژنې، د وګړو تری تم کېدل، د سیاسي ازادیو سلبېدل، د عامه خدمتونو او برابرو فرصتونو نشتوالی، او د دوی د خاورې؛ د زرګري او پلان‌ شویو جګړو لپاره دوامداره استعمال، هغه اساسي لاملونه دي چې پښتانه او بلوڅ یې نن د یوې سترې تاریخي پرېکړې کولو ته مجبوره کړي دي.

یو بل څه چې دلته یې یادونه اړینه ګڼم دا ده چې ددې دوو قومونو له منځه هیڅوک باید نړۍ ته دا تمه ونه لري چې له اوسني وضعیت څخه په وتلو یا خپلواکۍ ترلاسه کولو کې به یې مرسته کوي. په دې اړه پښتنو او بلوڅو ته پکار ده چې دا دوه ستر ترخه حقیقتونه ومني او ځانونه پرې وپوهوي:

یو دا چې پاکستان ”یوازي“ نه دی او بل دا چې نړۍ او په ځانګړې توګه هیڅ جنګپال قوت لا هم د پښتنو او بلوڅو پر خاوره د امن او د هغوی د خپلواکۍ ترلاسه کولو په اړه چې د دوی د یو مهم همکار پاکستان یا حداقل د هغه د اوسني حاکمیت د لمنځه تلو سبب ګرځېدلی شي، موافق نه دی. ځکه په فعلي سیاسي زمان کې دا چاره د نړۍ د لویو او مطرحو قوتونو د ستراتيژیکو ګټو او اهدافو سره په ټکر کې واقع ده. یعني نړۍ او په ځانګړې توګه جنګپال هیوادونه هیڅکله دا نه غواړي چې د خپلو نیابتي او پراکسیز ډلو د تولید فابریکه چې د پاکستان تر واک لاندې د پښتنو او بلوڅو سیمي دي، له لاسه ورکړي.

موږ که دا ومنو چې روانې کابو ټولې جګړې نیابتي دي او تر شا یې د زبرځواکو قوتونو ګټې پرتې دي، نو دا هم منو چې ددې جنګونو لپاره د جنګیالیو د موندلو او روزلو دنده تر ډېره پاکستان پر مخ وړي. په همدې اساس دغه ګټپال، ځانپال او جنګپال قوتونه هیڅکله دا نه غواړي چې د دوی د جګړو دومره مهم همکار له منځه لاړ شي او هغه سیمې چې اوس ترې د اړتیا وړ جنګیالي او وژونکي صادریږي، امن او خپلواکي شي. که څه هم د نړۍ د ځينو قوتونو او پاکستان ترمنځ دا ملګرتیا به د پښتنو او بلوڅو مبارزه څه ناڅه ستونزمنه کړي، خو هیڅکله به یې له بریا را ونه شي ګرځولی. خو شرط دا دی، که دغه ولسونه پخپل منځ کې یو ستر او نه ماتېدونکی سیاسي – ولسي اتحاد رامنځته کړي.

پر همدې اساس پښتنو او بلوڅو ته تر بل هر وخت په اوس کې د یووالي او ادرس (یو) کولو شدیده اړتیا ده. د دوی اتحاد به د انقلاب او خپلواکۍ مزلونه ډېر اسانه او را لنډ کړي. یو وار بیا یې وایو چې د دوو محکومو ملتونو یووالی د حاکم د زوال زیری دی. دوی باید پر خپلو مټو باور وکړي او په زړورتیا سره رامخته شي.

بلوڅ باید له نواب اکبر بکټي را نيولې بیا تر کریمه بلوچ او شارې پوري، د خپلو ټولو شهیدانو یاد تازه او د هر ډول ”خونبها“ او ”ډيل“ پرته د هغوی پر غچ اخیستنه سوچ وکړي. نه یوازي پښتانه، بلکې بلوڅ هم نه شي کولی چې په یوازې توګه په سیاسي یا حتا په وسله واله مبارزه هم ځانونه له ور پېښ ناروین او محکوم حالت څخه وباسي.

که همدا اوس د بلوڅو د روانې وسله والې مبارزې ماضي ته، چې لسیزې وړاندې یې را پيل کړې، وکتل شي؛ نو په پرلپسې توګه یې د اوږد مهال لپاره دوام نه دی کړی، بلکې ”وخت پر وخت غوڅه شوې او بيا د يوې نوې پېښي وروسته بيرته پیل شوې.“ د دغي وقفه يي او پيکه مبارزې لوی علت دا ګڼل کیږي چې بلوڅان د خپلې وسلوالې مبارزې د دوام لپاره ”نه پوره امکانات لري او نه پوره جنګيالي.“ په همدې او څو نورو علتونو بلوڅان اړ دي چې عملاً د پښتنو سره د یووالي لپاره رامخته شي او په ګډه د مقابل طرف پر وړاندې یو واحده جبهه رامنځته کړي.

د اتحاد جوړېدو دغه اوسنی فرصت چې څومره پښتنو ته مهم دی، په هغه او ان تر هغه هم په زیاته کچه بلوڅو ته مهم او اړین دی. موږ چې د فرصت یادونه کوو، یوازې مو موخه له ګډو او مشترکو ټکو څخه نه ده، بلکې له دې هم ده چې ولسونه تر بل هر وخت اوس ويښ او د بدلون لپاره چمتو شوي دي. فعلاً د پښتنو او بلوڅو روان احتیجاجونه او پاڅونونه دا ښيي چې خلک نور د پاکستاني حاکم وضعیت څخه ستړي شوي او د یو لوی بدلون راوستلو ته شېبې شماري.

آیا پيل یې نه کړو؟ ایا د یووالي او اتحاد رامنځته کولو لپاره به تر دې بل غوره فرصت وموندلی شو؟ دښمن یو دی، منزل یو، درد او غم یو دی، هدف یو؛ څومره چې یوې پښتنې مور ژړلي، بلوڅۍ مور هم تر هغې کمې اوښکي نه دې څڅولي. له کوم رنځه چې پښتانه کړيږي، لسیزي کیږي چې بلوڅان هم ترې خوږ او نارامه دي. نور د زغم او انتظار لپاره هیڅ منطقي دلیل پاته نه دی. څه پاتي دي یا نور باید څه وشي؟ ایا د یو ځيږ پښتون ځوان د غیرت راپارېدلو لپاره همدا کافي نه ده چې د تورو دیوانو په څېر ”تور پنجابیان“ یې د سوات ښاپيرۍ پيغلي تښتوي؟ ایا همدا کافي نه ده چې د ماشوم حیات مور د خپلو لوڼو عزت له پنجابي عسکرو په ژړا او زاریو ژغوري؟ دا کافي نه ده چې له تاریخي او دروند پښتون وطنه همدا اوس زرګونه پښتنې پيغلې ورکې دي؟

یو بلوڅ ځوان د خپلي ”سرمچارۍ“ ننداره کله وړاندي کوي؟ کله د واقعي بدلون هڅه کوي؟ ایا دوی به د خپلو سرمچارو ناموسونه ژغوري او که نه؟ هغه کلتورپالې – غنمرنګې بلوڅۍ پيغلې چې پر شین، آبي، ژېړ او سور رنګه اوږدو جامو یې توري نرۍ نرۍ پټې پرتې دي، ایا همدا اوس یې زرګونه تنې ورکې نه دي؟ چا ورکې کړي او دا څوک دی چې په سپينه ورځ د ځيږو پښتنو او سرمچارو بلوڅانو په عزتونو او ناموسونو لوبې کوي؟ ولې او تر کله؟ په دې باید نور پوه یو چې له تېرو اویاوو کلونو راهیسې په دوامداره توګه د پښتنو او ترڅنګ یې د بلوڅو سرونه او عزتونه یوازې په دې خاطر ټارګیټ شوي چې ولې د خپلو حقونو خبره کوي او ولې پر خپله خاوره د پاکستان د هغو ترهګریزو پلانونو پر وړاندې خنډ ګرځي چې پر اساس یې په سیمه او نړۍ کې د ”زرګري“ تروریزم لوبه ګرمه او روانه ده.
دا هر څه بدلول غواړي.

د پایلې په توګه باید ووایو چې پښتنو او بلوڅو ته له یووالي پرته، سخته او حتا په اوس وخت کې ناممکنه ده چې خپل برخلیک بدل کړلی شي. بلاخره، نور هغه وخت را رسېدلی چې د ځان د ژغورني په پار نهایت قاطع پريکړې وکړي او زړور ګامونه واخلي. په فعلي زمان کې د پښتون قام له منځه تر بل هر چا پر منظور پښتون د ولس باور او اعتماد زیات دی. د نوموړي د بیانیې او خبرې سره اکثریت پښتانه موافقه دي او کولی شي چې د خپلي پوهې، تجربې او فوق العاده محبوبیت په وسیله په ډېر کم وخت کې پښتانه راټول، منسجم او ددې ستر ګام اخیستلو ته چمتو کړي. دغه راز بلوڅ ولسونه په لومړي ځل د یوه بې ساري سیاسي مزاحمت په شکل د ماه رنګ بلوچ په رهبرۍ کې را وتلي دي.
ماه رنګ د یوې زړورې او ژبورې بلوڅۍ په توګه د خپل قام د ژغورنې توغ پورته کړی. نوموړې په اوس وخت کي د بلوڅو په یوې سترې ولسي رهبرې بدله شوې او میلیونونو بلوڅانو ته یې د بدلون او هوسا ژوند هیلې ورکړي.

لنډه دا چې منظور او ماهرنګ د پښتون او بلوڅ قامونو د یووالي او اتحاد جوړېدو تر ټولو غوره استازي ګڼل کېدای شي. دوی کولی شي چې خپل ولسونه ډېر ژر پر یوې واحدې او مشترکې اجنډا راټول او د مخته تګ لپاره چمتو کړي. د همدې لپاره ددې دوو ملتونو دغو سترو او منل شویو استازو ته پکار ده چې ژر تر ژره د خپلو وګړو د ژغورنې په پار د یوه مضبوط او پیاوړي اتحاد اعلان وکړي او د یو مشخص او منظم سیاسي ادرس د رامنځته کېدو پر لور ګامونه واخلي. زه دلته د دغه ”ادرس“ د تګلارې او مبارزې د څرنګوالي په باب غواړم دومره روښانه کړم، چې موږ دا نه وایو چې دا دوه قومونه دي سمدستي له همدغه ادرسه د ”تشدد“ او وسلوالې مبارزې پيل وکړي، خو بیا هم په دې اړه دا دوي خبري اړیني ګڼو چې یادې یې کړو:

یو دا چې د یووالي په لومړۍ ورځ باید د عدم تشدد او سیاسي پرامنه مزاحمت د پای نېټه روښانه شي. نېلسن منډېلا به ویل چې موږ عدم تشدد د یوه سپېڅلي ارزښت په توګه نه دی منلی، بلکې تر هغو پر دغه لار ځو، تر څو چې زموږ پر ګټه وي. د منډېلا دا خبره بیخي معقوله ده. موږ هم وایو چې عدم تشدد داسې یوه لاره نه ده چې ځانګړی تقدس دې ولري او یا هر وخت دې پر ګټه وي. دا د مزاحمت او هدف ته د رسېدو له لارو یوه لار ده. خو دا یوازینۍ لار نه ده. د یوه حقیقي مزاحمت پر مهال تګلارې د وخت او مکان پر اساس انتخابیږي او بدلیږي. کوم وخت او ځای چې تشدد ته اړتیا وي، او ته بیا هم د عدم تشدد پر لار ځې، نو دوې خبرې دي؛ که سرلښکر وې، خاین یې او که لښکر وې، ناپوه یې. موږ که د تشدد یا عدم تشدد پر لار ځو، نو تګ مو باید عقلاني او د خپلو ګټو پر اساس وي.

دوهمه خبره دا ده چې دا هم باید نوره روښانه او په ډاګه شي چې که د سیاسي پرامنه مزاحمت له لارې هم مخته ځو، نو د کوم هدف لپاره؟ خپلواکي او که د پاکستان تر حاکمیت لاندې د هوسایني لټه؟ نور باید دا دوه رهبران خپل قومونه له اوږده کنفیوز حالته را وباسي او دا ورته په ډاګه کړي چې په څه کې یې ګټه ده او څه باید ترلاسه کړي؟

د پاکستان او تر څنګ یې د نړیوالو قوتونو سیاسي ګټو او موخو ته په پام، نور دا ډاډ نه شي وړاندې کېدلی چې د پاکستان تر حاکمیت لاندې دې پښتانه یا بلوڅ د هوسا او پرمختللي ژوند څښتنان شي. زموږ په اند نور هغه وخت پای ته رسېدلی چې پر اوږدمهاله غوښتنو کار وکړو.
نور باید له پاکستانه د ورکو افرادو د موندلو، امن، کاري فرصتونو یا نورو ټولنیزو خدماتو پر غوښتنو وخت ضایع نه کړو.
موږ هر یو تن باید په دې پوه او اګاه یو چې پاکستان که پښتانه او بلوڅ وګړي ورک کړي او که یې د دوی پر خاوره د نا امنۍ په جوړولو سره د تعلیم او کاروبار مخه نیولې، دا یوه چاره یې هم پرته له پلان او په غیر ارادي توګه نه ده ترسره کړې. پر دې سربېره بیا هم دا تمه لرل چي ګویا پاکستانی ریاست به یو وخت تاته په احتیجاجونو او دوامداره جلسو د هوسا ژوند زمینه برابره کړي، پرته له ځان تېریستلو، بله هیڅ مانا نه لري. په کار ده چې نور باید د اوږد مهال غوښتنې شاته، او پر ځای یې لنډمهاله غوښتنې چې سیاسي بدلون او ازادي ده، رامخته او جدي تعقیب کړل شي، تر څو د پاکستان د استعمار او استثمار پر ضد د مبارزې یو نوی باب پرانیستل شي.

پښتانه او بلوڅ فعلاً تر یوه داسي جابر، ظالم او بې انصافه حاکمیت لاندې ژوند کوي چې د خپلو ځانونو د هوسایني او پرمختګ لپاره ان له خپلو وړتیاوو، امکاناتو او پوهې هم ګټه نه شي پورته کولی. یو کارینده پښتون یا بلوڅ ځوان که د پنجاب او سند ایالتونو د پرمختګ وسیله ګرځي، نو ملاتړ به یې کیږي، خو که د خپلو خلکو د ښه ژوند او روڼ سباوون هڅه کوي، نو نه یوازي دا چې له ملاتړه به یې لاس اخیستل کیږي، بلکې په یو ډول به یې مخنیوی او لمنځه وړل کیږي. ځکه نو اړینه ده چې دا محکوم او محروم قومونه د سیاسي پرامنه مزاحمت له لارې هم باید نور یوازې د ازادۍ ترلاسه کولو ته لستوڼي راپورته کړي.

د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ هغه مفکوره چې د پاکستان له جوړېدو سره سمه رامنځته شوې، باید یوه نوې او منطقي پړاو ته داخله شي، او د یو متحد سیاسي – ولسي تحریک په جوړولو سره د خپل مشترک هدف د ترلاسه کولو لپاره د خپل تاریخي دښمن پر وړاندې د وروستۍ هر ډول پریکړې او عمل ډګر ته چمتو او را ووځي.
دوی باید په دې لاره کې له ازادۍ پرته، نور د هر ډول جوړجاړي څخه ډډه وکړي او تر هغو چې د سیاسي پرامنه مزاحمت لاره ګټوره وي، باید تعقیب او خپل هدف ترلاسه کړل شي.
او؛
”ما باغی ما فراری ما سرمچار بلوچاں“

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here