یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کندوز-خاناباد په لویه لاره د طالب سرتېرو او نامعلومو وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د سرچینو په وینا، دا نښته هغه وخت پیل شوه کله چې نامعلومو وسلوالو د طالبانو پر یوه پوسته د خواجه پسته په سیمه کې برید وکړ، چې تر یوه وخته یې دوام درلود.
د دغې پېښې د تلفاتو د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

