د نجونو د زدهکړو د حقونو یو ښوونیز مدافع بنسټ ویلي، چې دوی سل زرو نجونو ته د زدهکړو اسانتیاوې برابروي.
د دغه بنسټ مسوولینې وايي، چې په دغو ښځو کې به یې ۶۵ سلنه نجونې وي.
هغوی په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو ټینګار کړی او له ټولو یې غوښتي چې په دې برخه کې د هر ډول پروګرام ملاتړ وکړي.
د دوی په خبره، دا پروګرام یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه په هېواد کې پلې کېږي.

