د بلوچستان په خضدار سیمه کې د پولیسو پر تاڼې برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۳ سرتېري یرغمل نیول شوي دي.
سیمهییزې سرچینې وايي، وسله والو د پولیسو یوه اندازه وسلې او وسایط هم وړي او دوه موټر یې بیا ځای پر ځای سوځولي دي.
تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

