د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، د مارچ اتمه افغانستان کې د ښځو د پیوستون ورځ نه؛ بلکې د هغوی د سپکولو، لوږې او خاموشې مړینې ورځ ده.
ښاغلي نبیل په خپله ایکسپاڼه لیکلي، نن ورځ افغان ښځې نه ډوډۍ لري او نه هم ازادي؛ خو نړۍ یې یوازې تماشه کوي.
نوموړی زیاتوي، هغه بنسټونه چې ځان د بشري حقونو مدافعین معرفي کوي په دغه تاریخي جبر چوپ دي.
د نبیل په خبره، لاهم هیلې شته او نه به پرېدو چې د افغان ښځو غږ خاموش شي.

