نن د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ د لوبلړۍ دویمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي کومه چې د پایلې له پلوه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.
افغان ملي لوبډله یوازې یوې بریا ته اړتیا لري څو وکولی شي په نړیوالې درجه بندۍ کې د خپل ځای په ښه کولو سره د ۲۰۲۷ز کال د نارینوو یو ورځني نړیوال جام ته لار پیدا کړي.
په ورته وخت، د اګسټ په ۵مه د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ د لوبلړۍ د لومړۍ لوبې لغوه کېدو سره، ایرلېنډ ونه توانېد د نړیوالې درجهبندۍ له لارې د ۲۰۲۷ کال یو ورځني جام ته مستقیمه لار پیدا کړي.
لومړۍ لوبه چې د ایرلېنډ په بریډي لوبغالي کې ترسره کېده، د دوامداره ورښت له امله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ته مساوي نمرې ورکړل شوې.
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د درجهبندۍ د سیستم له مخې، د لومړۍ لوبې لغوه کېدو ایرلېنډ له هغو مهمو امتیازاتو بېبرخې کړ چې نړیوال جام ته د مستقیمې لارموندنې لپاره یې ورته اړتیا لرله.
له دې وروسته که ایرلېنډ د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو د ګټلو چانس هم ولري، خو بیا هم د نړیوال جام لپاره یې د مستقیمې لارموندنې فرصت له لاسه ورکړ.

