کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روانې می میاشتې په ۱۹ او ۲۰مه نېټه د چین د ولسمشر شي جین پینګ په رسمي بلنه چین ته سفر وکړي.
کرملین ویلي، دا سفر د روسیې او چین ترمنځ د ښه ګاونډیتوب، ملګرتیا او همکارۍ د تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي؛ هغه تړون چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د دواړو قدرتونو اړیکې لا نږدې کړې دي.
ټاکل شوې ده چې پوتین او شي جینپینګ د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سیاسي همکاریو، او همداراز پر مهمو سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.
دغه سفر په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه له بیجینګ څخه واشنګټن ته ستون شوی، او د نړۍ پام د لویو قدرتونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي سیالیو ته اوښتی دی.

