تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي ډلې د خیبر پښتونخوا د مشهور دیني عالم شیخ ادریس د وژل کېدو په اړه په خپره شوې اعلامیه کې خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ او پلویانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
یادې ډلې ادعا کړې چې دا پېښه د پاکستان د استخباراتي ادارې لهخوا یوه جوړه شوې دسیسه ده او ویلي چې دولتي بنسټونه د بهرنیو متحدینو د رضایت لپاره د دیني عالمانو پر ضد اقدامات کوي.
په ورته وخت کې ځینو سیاسي شنونکو هم دا پېښه د استخباراتي کړیو له فعالیتونو سره تړلې بللې او ویلي یې دي چې دا ډول هدفي وژنې مخکې هم تکرار شوې دي.
تر اوسه ددې برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

