سه شنبه, نوومبر 3, 2026
Homeنړۍټرمپ؛پر قشم ټاپو د امریکا د تېرې شپې برید تایید کړ

ټرمپ؛پر قشم ټاپو د امریکا د تېرې شپې برید تایید کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ فاکس نیوز سره ټلیفوني مرکه کې پر ایران د امریکا د تېرې شپې برید تایید کړی دی.

ټرمپ ویلي، امریکا د ایران پر قشم ټاپو هغه د هوايي دفاع تاسیسات په نښه کړي، چې تازه جوړ شوي وو. نوموړي دغه برید محدود بللی دی.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د یوه امریکايي الوتکې پر لور د ایران د توغندیز برید په غبرګون کې پر قشم ټاپو بریدونه کړي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، دغه بریدونه دفاعي بڼه لري او د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل نښه نه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here