د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو د همغږۍ غونډه د سېشنبې په ورځ (د عقرب ۱۲مه) په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې د راپور په اړه معلومات وړاندې شول او د یاد کمېسیون د فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره د چمتو شوې طرحې په اړه بحث وشو.
د راپور له مخې، په تاتارستان کې د کازان فورم په څنډه کې له روسي لوري سره د اقتصادي همکاریو په تړاو چمتو شوی سند هم وروستی شوی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.
په غونډه کې د زیربناوو، سوداګرۍ، برېښنا، ترانسپورټ، کانونو، لوړو زدهکړو، کرنې، روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو او لومړیتوبونو هم خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو د سوداګریزو ویزو، درملو، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د ګډ اقتصادي کمېسیون د پرېکړو پر عملي کېدو هم ټینګار وکړ.

