سه شنبه, نوومبر 3, 2026
Homeافغانستانغور؛کشف شوې وسلې او مهمات د دایاک معاونیت ته سپارل شوي

غور؛کشف شوې وسلې او مهمات د دایاک معاونیت ته سپارل شوي

د غور ولایت امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کشفي هڅو په پایله کې، د تېر یوه کال په ترڅ کې له بېلابېلو کسانو څخه کشف او ضبط شوې ګڼې وسلې او مهمات د دغه ولایت د دایاک معاونیت ته په رسمي ډول سپارلي دي.

د غور امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په سپارل شویو وسلو کې ۲۱ میله کلاشینکوفونه، ۱۵ میله تومانچې، دوه میله M16 وسلې، دوه میله روسي پیکا، یوه راکټ‌وشتونکې، دوه میله ښکار ټوپکونه، یو میل کمرشکن ټوپک او یوه قبضه نارنجک‌انداز شامل دي.

همدارنګه، ۱۴ د تومانچو شاجورونه، ۹۹۷ فیره د پیکا مرمۍ، ۲۷ فیره د هاوان مرمۍ، پنځه فیره د میزایل مرمۍ، یوه پایه د مترولا لاسي مخابره او ګڼې نورې بېلابېلې مرمۍ هم د یادو وسلو او مهماتو په ډله کې دي.

د غور امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دې اقدام موخه د ناقانونه وسلو راټولول، د هغو مدیریت او په دغه ولایت کې د نظم او امنیت پیاوړتیا ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here