د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یو ۱۳ کسیز پلاوی د اقتصادي همکاریو او پانګونې د فرصتونو د ارزونې لپاره ایران ته تللی دی.
د افغانستان او ایران ګډې سوداګرۍ خونې په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوی د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې په رسمي بلنه سفر کوي او ټاکل شوې د دواړو هېوادونو له اقتصادي چارواکو سره وګوري، په سوداګریزو غونډو کې ګډون وکړي او د ایران له صنعتي مرکزونو لیدنه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د سفر په لړ کې به د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر تبادلې او د پانګونې د فرصتونو پر پېژندلو هم خبرې وشي.

