د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ په کمپ ډېوېډ کې د ایران د جګړې په اړه له خپل دفاع وزیر پېټ هېګسېت سره توند بحث کړی دی.
د راپور له مخې، ټرمپ له هېګسېت د دې وضاحت غوښتی چې ولې د امریکا د پوځي مهماتو او توغندیو د زېرمو د کمښت په اړه ناسم معلومات ورکړل شوي وو.
راپور زیاتوي، د دغو مهماتو کمښت اوس د ایران پر وړاندې د امریکا احتمالي پوځي انتخابونه محدودولای شي او د سپینې ماڼۍ اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
راپورونه ښیي، ټرمپ فکر کاوه د مهماتو د کمښت ستونزه حل شوې، خو وروسته ورته وړاندې شوې ارزونې وښودله چې د ځینو مهمو وسلو زېرمې لا هم په ټیټه کچه دي.
سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت بیا دا ادعاوې رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او نورو عملیاتو له امله د امریکا د دقیقو مهماتو او هوايي دفاعي توغندیو زېرمې کمې شوې دي.
ټرمپ باور درلود چې د مهماتو د کمښت ستونزه حل شوې یا تر کنټرول لاندې ده.
خو په کمپ ډېوېډ کې ورته پوځي ارزونې وړاندې شوې چې ښودله یې د ځینو مهمو وسلو کمښت لا هم جدي دی او ښايي د ایران پر ضد د امریکا پوځي انتخابونه محدود کړي.

