هندي رسنیو د راپورونو له مخې، افغان سوداګر د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو وروسته هڅه کوي چې له هند څخه د سېلې یا نرۍ وریجو واردات زیات کړي.
په راپور کې ویل شوي چې افغانستان په کال کې شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه نرۍ وریجې مصرفوي، او د همدې اړتیا د پوره کولو لپاره د افغان سوداګرو یو پلاوی هند ته روانېږي، څو د وارداتو او سوداګریزو لارو په اړه له هندي اړخ سره خبرې او لارې چارې وڅېړي.
هندي رسنۍ زیاتوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د محدودېدو له امله افغان سوداګر د بدیلو بازارونو لټه کوي، او هند د احتمالي لوی عرضهکوونکي په توګه تر نظر لاندې دی.
تر اوسه د طالبانو د حکومت چارواکو په رسمي ډول د دې سفر او احتمالي سوداګریزو تړونونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

