د ایران د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي وايي، د امریکا او ایران د جون میاشتې له هوکړې وروسته د ایران هېڅ کنګل شوې بهرنۍ شتمني نه ده ازاده شوې.
د یادې هوکړې له مخې، امریکا د بانکي او اقتصادي بندیزونو یوه برخه په لنډمهالي ډول ځنډولې وه او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د تدریجي ازادېدو زمینه هم مطرح شوې وه.
همتي مخکې ویلي وو چې د هوکړې له مخې د ایران کنګل شوې شتمنۍ باید په پړاوونو کې ازادې شي، خو اوس د هغه تازه څرګندونې ښيي چې تر دې دمه په عملي توګه هیڅ یوه برخه یې ایران ته نه ده سپارل شوې.
د ایران یوه پارلماني غړي هم ویلي چې د هوکړې له اعلان شاوخوا دوو میاشتو وروسته حتی «یو ډالر» هم نه دی ازاد شوی.

