د طالبانو د هلمند د ولایت مقام ویاند محمدقاسم ریاض وايي، د سنګین ولسوالۍ یوې قابلې د کورني تاوتریخوالي او له خپل مېړه سره د کورنیو ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
د ریاض په وینا، ښځه له خپل مېړه سره له تکراري تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره مخ وه او د ګولیو له خوړلو وروسته یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي راپورونه رد کړي چې ګواکې یادې قابلې له دندې د ګوښه کېدو له امله ځانوژنه کړې ده او وايي، هغه له دندې نه وه ګوښه شوې.
د هلمند د ولایت مقام د ویاند په وینا، د دې ښځې مېړه نیول شوی او د قانوني اقداماتو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

