څو نړیوالو سمندري خیریه ادارو خبرداری ورکړی چې د فارس خلیج او د هرمز تنګي په سیمه کې زرګونه سمندري کارکوونکي د روان کړکېچ او جګړې له امله بند پاتې دي او له سختو رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د راپورونو له مخې، له بېړۍ چلوونکو او انجنیرانو نیولې تر اشپزانو او نورو کارکوونکو پورې ګڼ کسان له دوو میاشتو زیات وخت راهیسې په خطرناکو او ناامنه شرایطو کې بند پاتې دي.
ویل کېږي چې د جګړې او پوځي ګواښونو له امله د بېړیو تګ راتګ محدود شوی او ډېرې بېړۍ نه شي کولای په عادي ډول سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د سمندري چارو ادارې په وینا، لږ تر لږه ۱۱ سمندري کارکوونکي د وروستیو بریدونو او پېښو پر مهال وژل شوي دي.
د بریتانیا د یوې سمندري خیریه ادارې د بیړني غبرګون مشر ویلي، ځینې کارکوونکي داسې حالت ته رسېدلي چې فکر یې کاوه ژوندي به ونه وځي.
د هغه په خبره، سمندري کارکوونکي هره ورځ بېپیلوټه الوتکې، توغندي او بریدونه ویني او دا وضعیت د هغوی وېره او اضطراب زیاتوي.
یوې بلې خیریه ادارې ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره سمندري کارکوونکي د هرمز تنګي د محدودیتونو او امنیتي ستونزو له امله اغېزمن شوي دي.
ادارې خبرداری ورکړی چې دغه کسان له ذهني فشار، ستړیا، بېخوبۍ، یوازیتوب، خپګان او شدیدې اندېښنې سره مخ دي.

