دوشنبه, اگست 10, 2026
Homeامنیتلاهور کې د پولیسو په یوه مرکز کې دوه ښځې وژل شوي

لاهور کې د پولیسو په یوه مرکز کې دوه ښځې وژل شوي

د پاکستان د لاهور د ټاون شپ پولیسو په مرکز کې د دوو ښځو له مرګ وروسته د هغوی کورنۍ ادعا کوي چې ښځې د زړه د درېدو له امله نه، بلکې وژل شوې دي.

د کورنۍ د ادعا له مخې، دواړه ښځې د پولیسو له لوري نیول شوې وې، خو د نیولو لپاره یې هېڅ د پېښې رسمي راپور یا «ایف‌آی‌آر» نه و ثبت شوی.

د وژل شویو یوې مور ویلي، د خپلې لور پر غاړه یې د تشدد نښې لیدلې او له پوزې یې وینه بهېدله.

د ښځو خپلوان وايي، پولیسو د دوی د مړینې خبر رسنیو ته ورکړی، خو کورنۍ یې له پېښې نه وه خبره کړې. د دوی په وینا، له طبي معاینې وروسته د ښځو مړي د شپې شاوخوا درې بجې د ګڼ شمېر پولیسو په حضور کې د هغوی تر استوګنځي ورسول شول او پر کورنۍ د زر تر زره د تدفین لپاره فشار واچول شو.

د وژل شویو ښځو کورنۍ غوښتنه کوي چې د پېښې په اړه بې‌طرفه او هر اړخیزه څېړنه وشي او د ښځو د مرګ اصلي لامل معلوم کړي.

تر اوسه په ورکړل شوي معلوماتو کې د پاکستان د پولیسو رسمي دریځ او د طبي معاینې وروستۍ پایلې نه دي روښانه شوې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here