د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
دا د دواړو مشرانو ترمنځ د ايران او امريکا د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته لومړنۍ اړیکه بلل کېږي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د معلوماتو له مخې، شهباز شریف د ایران ولسمشر، مشرتابه او ولس ته د یادې تاریخي سولې هوکړې د لاسلیک مبارکي ورکړې او ویلي چې دا تړون به نه یوازې په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي، بلکې د ایران د بیارغونې او د پاکستان ـ ایران د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به هم مهم ګام وي.
شهباز شریف د خبرو پر مهال د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې د ایران د بریا هیله څرګنده کړې او د ایران د ملاتړ ډاډ یې ورکړی.
بل لور ته، ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران د ولس او خپل ځان په استازیتوب له شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر څخه مننه کړې او ویلي چې د سولې د منځګړیتوب په بهیر کې یې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.
دواړو مشرانو هوکړه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د یو بل هېوادونو ته رسمي سفرونه وکړي او د دوه اړخیزو او سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره به خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

