د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستۍ اندېښنې د غور وړ بللي او ویلي یې دي چې په هېواد کې د «مرموزې لوبې» د روانېدو په اړه باید د طالبانو حکومت ولس ته روښانه وضاحت وړاندې کړي.
شاه محمود میاخېل ویلي، د ولس سره د معلوماتو شریکول یوازې د خلکو حق نه دی، بلکې د ملي ملاتړ او ثبات د پیاوړتیا مهمه وسیله هم ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې، په اوسني حساس پړاو کې د ملي مسایلو په تړاو د ولس ملاتړ د افغانستان په ګټه تمامیږي او حکومت باید د روانو تحولاتو په اړه شفاف او واضح دریځ خپل کړي.
تر دې وړاندې، حامد کرزي د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځ او یو شمېر افغان قومي مشرانو ترمنځ د احتمالي هوکړو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې دا ډول تحرکات د افغانستان لپاره خطرناک تمامېدلی شي.

