د سپینې ماڼۍ لوړپوړي سلاکار سټيفن ميلر له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې «د ایران پاتې حکومت باید د هغه سند له منلو چې د امریکا لپاره د قناعت وړ وي او یا د امریکا د پوځ له خوا له داسې سزا سره مخ کېدو چې د معاصر تاریخ بېسارې بېلګه به وي» څخه یو انتخاب وکړي.
میلر په دې ټلویزیوني مرکه کې د ایران پر ضد د امریکا پوځي عملیات یو بشپړ او ماتوونکی نظامي شکست بللی او ویلي چې دا د ایران له لوري د اټومي وسلې د ترلاسه کولو د خوب پایله وه.
هغه زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو د نه خپرېدو اصل د امریکا د ښکاره ځواک په کارولو سره عملي کړی او دا یوازې ایران، سپاه پاسداران او د هغه حکومت ته نه، بلکې ټولې نړۍ ته یو پیغام دی؛ هر هغه چا ته چې ورته اقدام په فکر کې ولري.
میلر ادعا کړې چې امریکا د ایران «شرور، فاسد او بد» مشرتابه له منځه وړی، د هغوی هوايي او سمندري ځواکونه، د توغندیو پروګرام او د دفاعي صنعت بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.
د هغه په وینا، ایران اوس په داسې کمزوري حالت کې دی چې نور د نړیوالې جګړې د رامنځته کولو توان نه لري.
د سپینې ماڼۍ سلاکار همداراز ویلي چې د ایران حکومت اوس د خپل تاریخ په تر ټولو کمزوري وضعیت کې قرار لري.

