د سياېناېن (CNN) د راپور له مخې، د یوې اروپايي استخباراتي ادارې په تازه معلوماتو کې ویل شوي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین شاوخوا امنیتي تدابیر په بېساري ډول سخت شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د لوړپوړو روسي پوځي چارواکو د وژنو او د احتمالي کودتا د وېرې له امله کرملین د پوتین د نږدې کسانو امنیت نور هم زیات کړی دی.
سرچینه وایي چې د پوتین د نږدې کارکوونکو په کورونو کې د څارنې سیسټمونه نصب شوي، او د هغوی پر سفرونو او اړیکو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
همدارنګه ویل شوي چې د پوتین لیدونکو نه دوه ځله امنیتي پلټنه کېږي او هغه کسان چې له هغه سره نږدې کار کوي، یوازې د انټرنېټ پرته ټیلیفونونه کارولای شي.
راپور زیاتوي چې د اوکراین له جګړې وروسته پوتین زیات وخت په خوندي ځایونو او بنکرونو کې تېروي او د عامه سفرونو شمېر یې هم کم شوی دی.

