جمعه, جولای 3, 2026
Homeکورپاڼهرويټرز:نريندرا مودي راتلونکې اوونۍ نیوزیلنډ ته خپل لومړنی رسمي سفر کوي

رويټرز:نريندرا مودي راتلونکې اوونۍ نیوزیلنډ ته خپل لومړنی رسمي سفر کوي

رويټرز راپور ورکړی چې د نیوزیلنډ لومړي وزیر کریسټوفر لوکسن اعلان کړی چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي به راتلونکې اوونۍ د لومړي ځل لپاره په رسمي سفر نیوزیلنډ ته ولاړ شي.

د لوکسن په وینا، مودي به د جولای په ۱۰مه اوکلنډ ته ورسېږي او د جولای په ۱۱مه به له نیوزیلنډ څخه بېرته روان شي.

هغه دا سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي چې دا په تېرو ۴۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د هند یو لومړی وزیر په رسمي توګه نیوزیلنډ ته سفر کوي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړو هېوادونو د روان کال په اپرېل میاشت کې د آزادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې د نیوزیلنډ پر صادراتي توکو ۹۵ سلنه تعرفې له منځه ځي.

تمه کېږي چې د دې سفر پر مهال دواړه مشران د سوداګرۍ، پانګونې، اقتصادي همکاریو او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here