دوشنبه, اگست 24, 2026
Homeافغانستانرونالډ نیومن: د طالبانو د سیاستونو له بدلون سره امریکا کابل کې...

رونالډ نیومن: د طالبانو د سیاستونو له بدلون سره امریکا کابل کې سفارت بېرته پرانیستلی شي

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، واشنګټن په راتلونکې کې کولای شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، خو دا کار به د طالبانو مشخصو او عملي بدلونونو پورې تړلی وي.

نیومن چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکا سفیر و، ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو عادي کېدل باید «ګام په ګام» ترسره شي او هر اقدام باید د مقابل لوري له عملي اقدام سره تړاو ولري.

هغه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د حکومت سیاستونه د امریکا او طالبانو د نږدې اړیکو پر وړاندې مهم خنډ بللی. د نوموړي په وینا، که طالبان په دې برخه کې نرمي وښیي، د واشنګټن لپاره به په کابل کې د سفارت د بیا پرانیستلو زمینه اسانه شي.

نیومن وايي، امریکا له طالبانو سره له رسمي اړیکو پرته هم په ځینو برخو کې عملي تعامل لري چې د امریکايي وګړو د خوشې کولو او د ترهګرۍ ضد مبارزې موضوعات په کې شامل دي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې له افغانستانه بشپړ واټن ساتل هم د امریکا لپاره خطرونه لري او واشنګټن باید له دې هېواد سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه پرې نه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here