چهارشنبه, سپتمبر 23, 2026
Homeامنیتروبیو: ایران په سیمه کې د نیابتي ډلو له لارې د هېوادونو...

روبیو: ایران په سیمه کې د نیابتي ډلو له لارې د هېوادونو امنیت ګواښي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، په سیمه کې نږدې هر هېواد د ایران د یوې نیابتي ډلې له ګواښ سره مخ دی او د نوموړي په وینا، د دې هېوادونو ترمنځ پراخ توافق شته چې ایران په سیمه کې «زیان رسوونکی ځواک» دی.

روبیو د ایران په اړه زیاته کړې، چې ایراني چارواکي ښايي په دې فکر وي چې د نومبر په ټاکنو کې به ډیموکراتان بریالي شي او ډونالډ ټرمپ به بیا د ایران پر وړاندې د اقدام توان ونه لري؛ خو نوموړي ویلي، ایران د امریکا سیاسي نظام په سمه توګه نه دی درک کړی.

روبیو د هرمز تنګي په اړه ویلي، چې د دغه تنګي جنوبي مسیر پرانیستی دی او هره ورځ له دې لارې د تېلو د لېږد کچه لوړېږي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا به د بېړیو د خوندي تګ راتګ د دفاع او د هرمز تنګي د پرانیستي ساتلو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here