د ماشومانو د حقونو د ملاتړ یوې هالنډي بنسټ په خپل تازه نړیوال راپور کې افغانستان د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب له پلوه د ۱۹۴ هېوادونو له ډلې په وروستي مقام کې ځای پر ځای کړی دی.
د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو د شاخص له مخې، افغانستان د ۰.۲۱۴ امتیاز په ترلاسه کولو سره تر ټولو کمې نمرې خپلې کړې، چې د ماشومانو د حقونو د وضعیت د سختې اندېښنې څرګندونه کوي.
راپور ښيي چې پاکستان په ۱۴۹م او ايران په ۸۶م مقام کې راغلي، په داسې حال کې چې لوکزامبورګ د ماشومانو د حقونو د رعایت له مخې لومړی ځای خپل کړی دی.
یاد بنسټ هر کال د ماشومانو د روغتیا، زدهکړې، خوندیتوب او د ژوند د چاپېریال په څېر مهمو برخو ارزونه کوي او د همدې معلوماتو پر بنسټ نړیوال شاخص خپروي.
د راپور موندنې څرګندوي چې افغانستان لا هم د ماشومانو د حقونو د تأمین په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی او د ماشومانو د ژوند او راتلونکي د ښه والي لپاره پراخو هڅو ته اړتیا لري.

