د پاکستان امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پوځ پر ضد د بېپیلوټه الوتکو بریدونه په څرګند ډول زیات شوي او دا وضعیت د امنیتي ادارو لپاره نوې ننګونه بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، یوازې په روان کال کې سلګونه ډرون بریدونه ثبت شوي چې ډېری یې په خیبرپښتونخوا ایالت کې ترسره شوي دي.
چارواکي وایي، که څه هم یو شمېر دغه بریدونه د پرمختللو دفاعي سیستمونو له لارې شنډ شوي؛ خو دا بدلون د وسلهوالو ډلو د تکتیکونو په پرمختګ دلالت کوي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د دغو بریدونو لویه برخه په بنو کې شوې، ورپسې ډېره اسماعیل خان، ملاکنډ، پېښور، مردان، کوهاټ او هزاره سیمې هم د دې پېښو شاهدې دي.
امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ډرون بریدونو زیاتوالی ښيي چې وسلهوالې ډلې د جګړې نوې لارې چارې خپلوي، چې دا چاره د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي.

