د بنګلهدېش حکومت له هند غوښتي چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د نوي ډیلي له لارې د پلان شوې مجازي وینا په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که شیخ حسینه د هند له خاورې سیاسي فعالیتونه ترسره کړي، نو دا به د دواړو هېوادونو پر اړیکو اغېز وکړي.
راپورونه وايي، شیخ حسینه چې د ۲۰۲۴ کال له سیاسي بدلونونو وروسته په هند کې مېشته ده، ټاکل شوې د اګست په ۵مه د جنوبي اسیا د بهرنیو خبریالانو د کلب په یوه غونډه کې انلاین وینا وکړي.
د بنګلهدېش چارواکو له هند د شیخ حسینې د سپارلو غوښتنه هم کړې، خو نوي ډیلي تر اوسه د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.
هند تر اوسه د حسینې د پلان شوې وینا په اړه هم رسمي ځواب نه دی ورکړی.

