چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeبشري حقونهد نتنیاهو د وینا پر مهال د ملګرو ملتونو یو شمېر استازي...

د نتنیاهو د وینا پر مهال د ملګرو ملتونو یو شمېر استازي له تالاره ووتل

د اسراییلو لړمړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د وینا پر مهال له اعتراض سره مخ شو؛ د یو شمېر هېوادونو استازو د اعتراض په توګه تالار پرېښود او د غونډې په تالار کې ګڼې څوکۍ تشې پاتې شوې.

د راپورونو له مخې، کله چې نتنیاهو د وینا لپاره دریځ ته وخوت، ځینو استازو له تالاره د وتلو پرېکړه وکړه. نتنیاهو د وتونکو استازو په اړه وویل چې هغوی «اخلاقي بزدلان» دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګڼو استازو په غزه کې د اسرائیلو کړنې نسل وژنه وبلله او د بنیامین نتنیاهو پر حکومت یې نیوکې وکړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here