د پاکستان د غر ختنې په یوه خطرناکه پېښه کې تجربهکار غرهختونکي سید علي شاه میا ژوند له لاسه ورکړ.
راپورونه وايي، د سوات د تر ټولو لوړې څوکې فلک سر ته له ختلو وروسته د غرهختونکو یوه ډله د ستنېدو په حال کې وه چې د لارې په اوږدو کې د ۵ زره او ۶۰۰ مترو په لوړوالي کې سید علي شاه میا پر یخنۍ پوښلې ډبرینه ځوړنده برخه کې وښوېد او سخت ټپي شو.
د نوموړي ملګرو د ژغورنې لپاره سمدستي هڅې وکړې، خو د ټپونو د شدت له امله یې ژوند ونه ژغورل شو.
سید علي شاه میا د پاکستان له تجربهکارو غرهختونکو څخه ګڼل کېده او د لوړو څوکو د ختلو په برخه کې یې اوږده تجربه لرله.
د هغه مړینه د پاکستان د غرهختنې ټولنې لپاره یوه درنه ضایعه بلل شوې ده.
د غرهختونکو ډله چې د فلک سر څوکې ته له بریالي ختلو وروسته د خوښۍ په حالت کې وه، د دې ناورین له امله یې بریا په غم بدله شوه.
د غرهختنې متخصصین وايي چې د نړۍ په لوړو غرنیو سیمو کې د واورې، یخ، سختې هوا او خطرناکو لارو له امله هر سفر له جدي خطرونو سره مل وي، او تجربه هم تل د طبیعي پېښو پر وړاندې د بشپړ خوندیتوب تضمین نه شي کولای.

