جمعه, اگست 28, 2026
Homeکورپاڼهد عمران خان له زامنو سره د مرکې پر سر له «سکای...

د عمران خان له زامنو سره د مرکې پر سر له «سکای سپورټس» د پاکستان کرکټ بورډ شکایت

د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د انګلستان په لارډز لوبغالي کې د پاکستان او انګلستان د دویمې ټېسټ لوبې د لومړۍ ورځې د غرمې دمې پر مهال د پخواني پاکستاني لومړي وزیر او د کرکټ لوبډلمشر عمران خان له زامنو، سلیمان او قاسم خان سره د مرکې د خپرولو له امله له «سکای سپورټس» رسمي شکایت کړی دی.

مرکه د «سکای سپورټس» د کرکټ شنونکي او د انګلستان د پخواني لوبډلمشر مایک اتهرتن له خوا ترسره شوې وه. د عمران خان زامنو په مرکه کې د خپل پلار د زندان د شرایطو او روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر پاکستاني چارواکو یې د هغه انفرادي بند په اړه نیوکې کړې دي.

د کرېک انفو د معلوماتو له مخې، د پاکستان کرکټ بورډ ان د دې احتمال هم ارزولی و چې که مرکه خپره شي، پاکستاني لوبغاړي دې د غرمې له دمې وروسته د اعتراض په توګه بېرته میدان ته ولاړ نه شي.

«سکای سپورټس» په لومړي سر کې د مرکې خپرول وځنډول، خو وروسته یې ۱۸ دقیقې ثبت شوې مرکه خپره کړه. پاکستان بیا هم له دمې وروسته میدان ته ستون شو.

د پاکستان کرکټ بورډ د شکایت دقیق دلیلونه لا نه دي په ډاګه شوي، خو «سکای سپورټس» تایید کړې چې شکایت یې ترلاسه کړی خو په اړه یې له څه ویلو ډډه کړې ده.

د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ (ECB) هم له موضوع خبر شوی، خو تراوسه یې څه نه دي ویلي.

د عمران خان د بند او روغتیا موضوع په وروستیو میاشتو کې د نړیوال کرکټ د یو شمېر پخوانیو مشهورو لوبغاړو د پاملرنې وړ هم ګرځېدلې او یو شمېر پخوانیو لوبډلمشرانو د هغه لپاره د مناسبې طبي پاملرنې او د روغتیا د خپلواکې ارزونې غوښتنه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here