دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت:پر افغانستان د پاکستان د بریدونو...

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت:پر افغانستان د پاکستان د بریدونو غبرګون کې مو کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو د هوايي بریدونو په اړه یې خپل شدید اعتراض وړاندې کړی دی.

دغه وزارت وایي، تېره شپه د پاکستاني پوځي ځواکونو له لوري د کونړ، پکتیا او پکتیکا په ځینو سیمو کې د ملکي استوګنیزو کورونو پر ضد هوايي بریدونه شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ تنه وژل شوي او ۱۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

دې وزارت ټینګار کړی:« دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان له کرښې څخه په سلګونو کیلومتره لرې د پاکستان په ځینو ښارونو او ډېرو خوندي سیمو کې رامنځته شويو امنیتي پېښو، چاودنو او بریدونو پلان بې‌له کوم معتبر سند او شواهدو افغانستان ته منسوبوي. بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو په موخه پر افغانستان د بې‌بنسټه تورونو د لګولو او د ستونزو د انتقال هڅه کړې، او په مکرر ډول یې د زور او نظامي تېري له لارې د دغو ستونزو د حل ناکامه تګلاره خپله کړې ده.»

همداراز په بیان کې ویل شوي چې پر افغانستان د زور او نظامي فشار له لارې د ستونزو حل نه یوازې نتیجه نه ورکوي، بلکې د سیمې ثبات ته هم جدي ګواښ پېښوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here