د ایران حکومت د ۲۰۲۳ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي په لوی ضمانت، لنډ مهال لپاره له زندانه خوشې کړې او د درملنې لپاره یې تهران ته لېږدولې ده.
د نرګس محمدي بنسټ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، نوموړې تر لسو ورځو روغتون کې بسترېدو وروسته، د طبي درملنې لپاره د بند سزا ځنډول شوې او د امبولانس له لارې د تهران یوه روغتون ته انتقال شوې ده، څو د خپل طبي ټیم تر څار لاندې درملنه وکړي.
د بشري حقونو فعالانو او د هغې ملاتړو تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې نرګس محمدي په زندان کې د دوو مشکوکو د زړه حملو له امله د مرګ له جدي خطر سره مخ ده.
د هغې مېړه، تقي رحماني ویلي، د نرګس روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او یوازې لنډمهاله انتقال بسنه نه کوي.

هغه ټینګار کړی، نرګس محمدي باید بېرته هغو زنداني شرایطو ته ونه ستنول شي چې روغتیا یې زیانمنه کړې ده.
د هغې بنسټ هم ویلي، نوموړې ځانګړو طبي خدماتو ته اړتیا لري او باید د پاتې ۱۸ کلن بند سزا د دوام پر ځای دایمي ازادي ترلاسه کړي.
نرګس محمدي په ۲۰۲۳ کال ایران کې د ښځو، بشري حقونو او ازادیو لپاره د اوږدې مبارزې له امله د سولې نوبل جایزه ګټلې وه.

