سه شنبه, جولای 14, 2026
Homeافغانستاند روغتیا نړیوال سازمان:سرطان د نړۍ لپاره په چټکۍ سره په ستر...

د روغتیا نړیوال سازمان:سرطان د نړۍ لپاره په چټکۍ سره په ستر روغتیايي ګواښ بدلېږي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې که د سرطان د مخنیوي او درملنې لپاره جدي اقدامات ونه شي، په راتلونکو لسیزو کې به د دې ناروغۍ پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شي.

د سازمان د نوي راپور له مخې، تمه ده چې له هر پنځو کسانو څخه یو به د خپل ژوند په یوه پړاو کې په سرطان اخته شي، او د نړۍ نږدې ۹۲ سلنه خلک به په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د دې ناروغۍ اغېزې احساس کړي.

راپور ښيي چې اوس مهال هر کال شاوخوا ۲۰.۶ میلیونه نوې د سرطان پېښې ثبتېږي او نږدې ۱۰ میلیونه کسان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نویو پېښو شمېر ۳۵ میلیونو ته لوړ شي.

د WHO د سرطان د کنټرول مشر، ډاکټر اندري ایلباوي، ویلي چې که څه هم د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې پام وړ پرمختګ شوی، خو د نړۍ په ډېرو بېوزلو هېوادونو کې خلک لا هم دې پرمختللو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د راپور له مخې، د شتمنو او بېوزلو هېوادونو ترمنځ د سرطان د درملنې په برخه کې ژور توپیر موجود دی.

په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې د سینې سرطان او د ماشومانو د سرطان ډېری ناروغان تر پنځو کلونو زیات ژوند کوي، خو په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې دا کچه تر ۳۰ سلنې هم کمه ده.

همداراز، په لسګونو بېوزلو هېوادونو کې د سرطان اساسي درمل کم دي او په ۲۳ هېوادونو کې د وړانګو د درملنې (Radiotherapy) هېڅ مرکز شتون نه لري.

د راپور له مخې، د درملنې لوړ لګښتونه هم د دې لامل شوي چې ګڼ ناروغان خپله درملنه نیمګړې پرېږدي.

راپور زیاتوي چې سرطان یوازې یوه روغتیايي ستونزه نه ده، بلکې د کورنیو پر اقتصاد، رواني وضعیت او ټولنیز ژوند هم دروند اغېز کوي.

د سازمان په وينا، په ځینو هېوادونو کې ناروغان د درملنې د لګښتونو له امله د خپلو ماشومانو زده کړې قرباني کوي، او په ځینو ټولنو کې د سرطان له امله ټولنیز بدنامي د ناروغانو د درملنې مخه نیسي.

سره له دې، راپور ځینې مثبت پرمختګونه هم یادوي.

د رحم د غاړې د سرطان د مخنیوي په برخه کې پرمختګ، د تنباکو د استعمال کمېدل او د سرطان پر وړاندې د ملي تګلارو پراخېدل د هیلې وړ ګامونه بلل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د سرطان له لسو نویو پېښو څخه څلور یې د مخنیوي وړ لاملونو له امله رامنځته کېږي، لکه د تنباکو استعمال، الکول، ځینې انتانات او چاغښت.

سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې د سرطان د مخنیوي، ژر تشخیص، اغېزمنې درملنې او د ناروغانو د پاملرنې لپاره لا زیاتې پانګونې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here