پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهد ترکيې؛د ګڼو مشهورو سریالونو ځوانه اداکاره اېجه ایرتم مړه شوه

د ترکيې؛د ګڼو مشهورو سریالونو ځوانه اداکاره اېجه ایرتم مړه شوه

په ترکیه کې د مشهورې ځوانې اداکارې اېجه ایرتم د مړینې خبر د هنر نړۍ لړزولې او مینه وال یې د غم په ټغر کېنولې دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، ۳۵ کلنه اداکاره اېجه ایرتم په خپل کور کې مړه شوې ده. لومړني راپورونه ښيي چې د مړینې احتمالي لامل یې د زړه حمله بلل کیږي، خو لا یې هم مړینه د عدلي طب تر څېړنو لاندې ده.

د اداکارې وکیل هم ویلي چې پېښه د نوموړې په کور کې رامنځته شوې او مور یې هم ورسره موجوده وه.

د اېجه ایرتم د مړینې خبر د هغې د کورنۍ، مینه‌والو او د ترکي ډرامو د نړۍ لپاره لویه ضایع بلل شوې ده.

له بلې خوا، د اداکارې مور ویلي چې لور یې د جون په ۱۴مه د خپلې کالیزې له مراسمو وروسته کور ته راستنه شوې وه او بیا یې د اضطراب ضد دوا کارولې وه.

د هغې په وینا، نیمه شپه یې لور یو ځل ویښه شوه او بېرته ویده شوه، خو سهار یې چې خونې ته تللې، مړه یې موندلې.

اېجه ایرتم د ترکي ټلویزیوني ډرامو له پېژندل شویو څېرو وه او په یو شمېر مشهورو ډرامو کې یې کار کړی وو چې تر ټولو ډېر لیدل شوی سریال یې یني ګېلین و او په افغانستان کې هم په بېلابېلو ټلوېزیونونو خپرېده.

د نوموړې په مړینې د افغانانو په ګډون په سراسر نړۍ کې د هنر ګڼو مینه والو او اداکارانو خواشینې ښودلې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here