سه شنبه, مې 12, 2026
Homeکورپاڼهد امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند:ډونالډ ټرمپ غواړي چې ایران هیڅکله...

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند:ډونالډ ټرمپ غواړي چې ایران هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ ویلي، ډونالډ ټرمپ غواړي له ایران سره داسې هوکړه وکړي چې د امریکا، نړۍ او راتلونکو نسلونو امنیت خوندي کړي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د ټرمپ اساسي غوښتنه دا ده چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

پیګوټ زیاته کړې، د باراک اوباما د حکومت پر مهال شوی اټومي تړون «ناکام» و او ادعا یې کړې چې هغه هوکړې ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لار هواره کړې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here