د افغانستان او هند د راتلونکو درې شلاووریزو سیالیو د تلویزیوني او ډیجیټلي خپرونو حقونه په ټولیزه توګه په شاوخوا ۶ میلیونه امریکايي ډالرو پلورل شوي دي.
د «هندستان ټایمز» د راپور له مخې، د دغو حقونو معامله د ITW Universe له لارې شوې چې د افغانستان کرکټ بورډ نړیوال سوداګریز شریک دی.
په هند کې د لوبو تلویزیوني حقونه Sony Sports Network او ډیجیټلي حقونه FanCode ترلاسه کړي دي.
د راپور له مخې، د نشراتو له دې معاملې عاید د افغانستان کرکټ بورډ او سوداګریزو شریکانو لپاره یې شاوخوا ۶ میلیونه ډالر دی.
درې واړه لوبې به په را روانې سپټمبر میاشت کې په نوي ډیلي کې ترسره شي او د افغانستان کرکټ بورډ د دغو سیالیو کوربه دی.

