چهارشنبه, مې 13, 2026
Homeکورپاڼهد آلمان د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته:ایران دې د اټومي...

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته:ایران دې د اټومي پروګرام درول او د هرمز تنګي پرانیستل یقیني کړي

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې د هرمز تنګي د ژر پرانیستلو او د ایران د اټومي پروګرام د بشپړ درولو غوښتنه کړې ده.

هغه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د امریکا د متحد په توګه د آلمان ګډ هدف دا دی چې ایران ته د اټومي وسلو د لاسرسي مخه ونیول شي او دا بهیر په بشپړ ډول وڅارل شي.

دا خبرې په داسې حال کې شوې چې د ایران، امریکا او د هغوی د متحدانو ترمنځ تاوتریخوالی لا هم دوام لري او هم مهاله د کړکېچ د کمولو لپاره د ځینو وړاندیزونو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو وړاندیزونو کې د هرمز تنګي د تدریجي پرانیستلو او د ځینو محدودیتونو د کمولو خبره هم شامله ده، خو تر اوسه رسمي توافق نه دی شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here